Добавить новость

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایراني چارواکي د ترهګرو په توګه د معترضانو په نومولو سره نړۍ نشي غولولی

په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو د دوام په لړ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په فارسي ژبه خپله ایکسپاڼه کې د ایران د حکومت هغې هڅې ته غبرګون وښود چې غواړي معترضان د "ترهګرو" په توګه معرفي کړي. دې وزارت په بیان کې لیکلي: "دا چې د اسلامي جمهوریت رژیم معترضان ‘ اخلالګر’ او ‘ترهګر’ بولي، نړۍ نشي غولولی." د دې وزارت په خبره " دا یوازې هغه ټاپې دي چې د تاوتریخوالي د توجیه لپاره کارول کېږي او له دې پرته بل څه نه دي." د اعتراضونو له زیاتېدو سره، ایراني چارواکو د معترضانو په وړاندې خپل چلند لا سخت کړی او هغوی یې "ترهګر" بللي دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта