ترکیه غواړي د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید فابریکه جوړه کړي
ترکیه غواړي د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید یوه نوې فابریکه جوړه کړي.
د راپورونو له مخې دا خبره په جوزجان کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبې په ورځ کړې او ویلي یې دي چې دا ژمنه په مزارشریف کې د ترکیې جنرال قونسل مراد دیکمن د جوزجان له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې کړې ده.
د ترکیې جنرال قونسل په جوزجان کې د خپل هیواد د اوسنیو فعالیتونو او د راتلونکو انکشافي پروګرامونوپه اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په نژدې راتلونکې به په دې ولایت کې له ۱۵۰ نه تردوه سوه ملیون ډالرو پانګونې د...