متقي د یوناما له سرپرستې سره د دوحې پروسې په اړه خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون سې شنبې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت له سرپرستې جورجټ ګانیون سره په کتنه کې د دوحې د پروسې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د دوحې د پروسې په چوکاټ کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور د ملاتړ د کاري ډلو د پرمختګونو او راتلونکو ناستو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې او د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د دوی له اړخه د دې پروسې...