بلوچستان کې سرکاري ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي
د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې د جنورۍ پر ۱۳مه سرکاري ملازمینو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي.د بلوچستان ګرینډ الاینس په نوم د سرکاري ملازمینو اتحادیې مشرانو په قلات، دالبندین، تربت، پسني او پښین ضلعو کې د احتجاج په توګه د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره لويې لارې تړلې وې او له حکومته یې غوښتنه کوله چې د وفاقي ملازمینو په څیر دې ورته په تنخاګانو کې د توپير کمولو تخصيص يا ډيسپېريټي ريډکشن الاونس (ډي ار اې) ورکړل شي.
سرکاري ملازمينو تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۱۲مه د هغې صوبې په خضدار، کلا سيف الله،...