نوی ډیلی او کابل د اړیکو پراخیدل مهم بولي
په هند کې د افغانستان سفارت چې چارې یې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نومول شوي لوړپوړي ډیپلومات ته سپارل شوي وایي، نوي ټاکل شوي شارزدافیر یې له هندي چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کیدو پرلارو چارو خبرې کړي دي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې نوراحمد نور لومړنی ډيپلومات دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له خوا په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د شارزدافیر په توګه ګومارل شوی. سفارت په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي نور د دندې له پیلیدو سره سم له هندي چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي.