Добавить новость

په اوکراین د روسیې د تیرې شپې بریدونو مرګ ژوبله اړولې او د ملیونو خلکو بريښنا یې پرېکړې

اوکرایني چارواکي وايي په دغه هیواد باندې د روسیې د تیرې شپې بریدونو کې ۴ کسه مړه او څو تنه نور ټپیان شوي دي. ددغو بریدونو په نتیجه کې د برښنا او تودوخې شبکې هم زیانمنې شوي او په ملیونو خلک د ژمې په دې سړه هوا کې له برښنا او د تودوخې له خدماتو بې برخې شوي دي. ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وویل چې روسي ځواکونو داوکراین په اتو سیمو دغو بریدونو کې تقریبا ۳ سوه ډرون ، ۱۸ بالیستیک توغندي او ۷ کروز توغندي کارولي دي. زیلنسکي په ټیلیګرام کې ولیکل چې په دغو بریدونو کې د انرژي او برښنا تاسیسات په نښه شوي دي. روسي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта