لسګونه پاکستانیان له ایران خپل هیواد ته ستانه شوي
په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له کبله هلته مېشت لسګونه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) د تحقیقاتو د فډرالي ادارې (اېف ای اې) د یوه چارواکي بالاچ یعقوب له قوله لیکلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ زیات پاکستانیان له ایرانه بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.
د نوموړي په وینا دا هغه پاکستانیان دي چې یا یې د ایران په پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کولې او یا هم د زیارت لپاره هلته تللي ول.
پاکستاني چارواکي تمه لري چې نن (د جنورۍ پر ۱۳مه ) به هم د ۵۰ زده کوونکو...