ټرمپ له ایران سره په سوداګرۍ کوونکو هېوادونو ۲۵ فیصده تعرفه اعلان کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو ټولو هېوادونو باندې ۲۵فیصده تعرفه اعلان کړه چې له ایران سره سوداګري کوي.
ښاغلي ټرمپ دوشنبې ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې ولیکل:« هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري کوي، له امریکا سره به د خپل هر ډول تجارت په خاطر ۲۵فیصده تعرفه ورکوي.»
هغه ویلي چې دا اعلان سمدستي د اجرا وړ دی.
د ولسمشر ټرمپ دا اعلان به په ایران چې پراخې مظاهرې پکې روانې دي لا فشار زیات کړي.
له ایران سره د سوداګرۍ اصلي شریکان هند، چین او ترکیه دي چې بېرته له امریکا سره هم په ترتیب پراخې سوداګریزې اړیکې لري.