Добавить новость

شپږ پاکستاني پولیس د شمالي وزیرستان په ټانک کې وژل شوي

امنیتي چارواکي وایي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي. د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس پرون دوشنبه د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو مخالفانو د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پولیسو یو زغره وال موټر په چاودیدونکو موادو باندې هدف ګرځولی دی. تراوسه هیچا د دغې پیښې مسولیت نه دی اخیستی. د صدر اعظم شهباز شریف دفتر ویلي چې پیښه به څیړي. پرون دوشنبه د خیبرپښتونخوا په اورکزیو کې په دوو جلا امنیتي پیښو کې دوه ملکیان او درې وسله وال مخالفان وژل شوي دي. د دې پیښو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта