په ایران کې خونړي لاریونونه; افغان سوداګر وايي په مالونو بار لارۍ یې پر ځای ولاړې دي
یو شمېر افغان سوداګر وايي د ایران د وروستي وضعیت له امله یې سلګونه سوداګریز کانتینرونه د ایران په بیلابیلو بندرونو کې بند پاتې دي او هره ورځ له دې امله د کرایې او جریمې له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی دوشنبه د جنورۍ په ۱۲مه، راډیو ازادي ته وویل په صادراتو کې د افغانستان تازه میوې دي چې د ایران له لارې هند ته ځي او دغه راز په وارداتو کې بیلابیل صنعتي توکي او د فابریکو خام مواد دي. دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اونۍ وړاندې په ایران کې پیل شوي له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه لا هم روان دي.
نقیب الله...