تهران: له متحدو ایالتونو سره هم جګړې او هم خبرو اترو ته چمتودی
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دی د تهران پر ضد د «ډېرو قوي انتخابونو» په اړه غور کوي، ایران وایي چې له متحده ایالاتو سره خبرو اترو او یا جګړې دواړو ته چمتو دی. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې راپورونه د حکومت ضد مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت او تاوتریخوالي ډک ځپلو په ترڅ کې د سلګونو او ښايي د زرګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه ناوخته په ایر فورس ون الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پوځ په ایران کې د بېلابېلو...