د طالبانو عدلیې وزارت: په کابل کې مو د ځینو بنسټونو او ټولنو دفترونه وتړل
د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې په کابل کې یې د ځینو بنسټونو او ټولنو دفترونه تړلي دي. دې وزارت په یو بیان کې ویلي چې په تېرو دوه میاشتو کې یې په کابل کې د ۲۹ ټولنو، ۱۷ خیریه بنسټونو، یوې شورا او یو سازمان فعالیتونه اروزلي دي، خو د غیر قانوني فعالیت له امله د دوی له ډلې د یو سازمان، یوې شورا او درې ټولنو دفترونه تړلي دي. که څه هم په دې بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي، خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر په یوه مرکه کې په افغانستان کې پر خیریه ټولنو د مالي فساد له امله د فشار د راوستلو خبره کړې وه.