د هند په ګجرات کې یو افغان محصل په خپل کور کې مړ موند شول
هندي رسنیو یکشنبه ناوخته راپور ورکړی چې دغه ۳۴ کلن افغان تبعه بین الله ضیا نومېده او د مهاراجا سارایجارو یا MSپه نوم د یوه پوهنتون د دکتورا دورې محصل وو.
دی له دوو کلونو راهیسې په فتیح ګنج سیمه کې په یوه کرايي کور کې اوسېده.
پولیسو ویلي ښايي دغه افغان ځانوژنه کړې وي خو دوی یې جسد د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي طب ته استولی.
پولیسو زیاته کړې چې د دغه کس مبایل هم څاري څو د پېښې اړوند ځینې معلومات پیدا کړي.
د څېړنو له مخې د نړیوالو محصلینو تر منځ د ځانوژنې پېښې بې مخینې نه دي ځکه اکثر یې له کورنیو لرې...