ایران کې د حکومت ضد لاریونونو یکشنبې دوام وکړ
په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پرون یکشنبه د ۱۵مې ورځې په مخه هم دوام درلود.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د عیني شاهدانو په حواله وویل چې د انټرنیټ د پرې کېدو په فضا کې د اعتراض کوونکو د ځپلو لړۍ روانه ده.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان پرون وویل چې د اعتراضونو له پېل راهیسې ۱۹۲ تنه وژل شوي چې نهه تنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ایراني ځواکونو د ۸ ولایتونو په ۱۳ ښارونو کې اعتراض کوونکي...