تیرا کې تر پوځي عملیاتو مخکې ګڼو کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ټي ډي اېم اې) وايي، د خیبر له تیرا څخه د خلکو د وتلو بهیر چټک شوی دی. د هغې ادارې چارواکو د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل، د کډوالو د نوملیکنې لپاره یې په پیندي چینه کې مرکز پرانیستی دی. په مرکز کې موجودو کډوالو مشال راډيو ته وویل، د رجسټرېشن او د پېژندګلوۍ د تصدیق (ویريفیکېشن) بهیر ورو دی نو ځکه دې چارواکي هلته د کارکوونکو شمېر زیات کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د تیرا ټولو قومونو ته ویلي دي چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه...