د خبریالې ناظره رشیدي کورنۍ: هغه د طالبانو په زندان کې له سختو ځورونو سره مخامخ ده
د افغان خبریالې ناظره رشیدي چې مخکې یې د نیولو خبرونه خپاره شوي، کورنۍ ادعا کوي چې د طالبانو په زندان کې ورسره د یوې مجرمې په څېر چلند کیږي. د نوموړې خور ازادي راډيو ته وویل، چې هغه د تېرې سه شنبې په ورځ په کندز کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې نیولې ده.
د ناظره رشیدي خور هاجرې یکشنبه د جنوري ۱۱مه ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د نوموړې، پښې او لاسونه تړل شوي او په کندز کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په زندان کې له سختو ځورونو سره مخامخ ده.
" هیڅ خبر یې په اړه نه و، مور مې د هغې د پیدا کېدو لپاره له کوره وتلې وه، بلاخره یې پیدا کړه.