د ایران له لورې واشنګتن ته د ځوابي برید خبرداری
ایران نن یکشنبه د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ، که پر ایران هر راز برید وشي، تهران به یې په ځواب کې پر اسراییل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان غونډې ته وویل چې ځوابي برید د ایران مشروع حق دی.
رویټرز اژانس د سرچینو په وینا خبر ورکړ چې په ایران کې د پراخو لاریونونو په ملاتړ د امریکا د احتمالي مداخلې په خاطر اسراییل د تیارسی په حالت کې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په خپله ټولنیزه شبکه، تروت سوشل...