د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو له نیولو او شړو لاس واخلي
په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو افغان کډوال وايي د افغانانو د نیولو او جبري ډیپورټ د لړۍ شدت یې ژوند سخت ستونزمن کړی او ان ماشومان یې د دې وضعیت له امله ښوونځیو ته له تلو پاتې شوي دي.
نوموړي چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي شنبه د جنورۍ ۱۰مه ازادي راډيو ته وویل ان هغه افغانان چې ویزه لري هم د پولیسو له ناوړه چلنده په امن نه دي.
( موږ دلته له سختو ستونزو سره مخ یو، زما اولادونه چې د ښوونځي په دوهم ټولګي کې وو اوس د افغانانو د ډیپورټ کولو له امله ښوونځي ته له تلو محروم شوی دی، موږ د داسې پېښو...