امنه خان: پاکستان د افغان طالبانو له لاسه ۲۰ کاله بدنامي ګاللې ده
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په حکومتي اداره کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا د څانګې مشره ډاکټر امنه خان وايي چې پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ په تور ۲۰ کاله بدنامي يووړه، خو په وینا یې، اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په کار ده چې د دوه اړخيزو اختلافاتو او ترينګلتيا کمولو لپاره د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې پرضد ګامونه پورته کړي. نوموړې د جنورۍ پر اتمه له مشال راډيو سره د ځانګړي مرکې پر مهال وويل، که د طالبانو حکومت دا کار و نه کړي نو ښايي ټي ټي پي څو کلونه وروسته د هغوی خلاف هم مبارزه پيل کړي.