Добавить новость

د سوریې دفاع وزارت په حلب کې له کورد جنګیالیو سره اوربند اعلان کړ

د سوریې دفاع وزارت د جمعې په ورځ د حلب په څو سیمو کې له کورد جنګیالیو سره تر څو ورځنیو مرګونو نښتو وروسته اوربند اعلان کړ. د فرانسې خبري اژانس په وینا، وزارت په یوه بیان کې وویل: "د استوګنې سیمو کې د پوځي نښتو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره، اعلان کوي چې د حلب د شیخ مقصود، اشرفیه او بینظیر سیمو شاوخوا به د سهار له ۳:۰۰ بجو څخه اوربند نافذ شي." په حلب کې د سوریې حکومتي ځواکونه په تیرو څو ورځو کې د کوردانو په مشرۍ له ډیموکراټیکو ځواکونو (RDF) سره په جګړه بوخت وو، په نښتو کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي. دواړه خواوې یو بل د جګړې په پیل ملامتوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта