Добавить новость

ایران افغانستان ته چرګوټي صادروي

له پاکستان سره د تجارتي لارو له تړلو وروسته له ایران څخه افغانستان ته د چرګوټو صادرات پيل شول. د ایران ایرنا خبرې اژانس د خراسان رضوی ولایت د تایباد ولسوال حسین جمشیدي په وینا خبر ورکړ چې دا صادرات روانه اونۍ افغانستان ته پیل شوې دي او تر اوسه دوه لکه پنځوس زره چرګوټي د دوغارون له لارې افغانستان ته صادر شوې دي. له تیر یوه کال راهیسې له ایرانه افغانستان ته چرګوټي نه صادریدل او افغانستان به له پاکستانه چرګوټي واردول، خو د اکتوبر له میاشتې راهیسې چې د افغانستان او پاکستان تجارتي لارې بندې دي، اوس بیرته افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې ده.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта