په جرمني کې یو افغان د خپلې ښځې د وژلو په جرم په عمري قید محکوم شو
د جرمني یوې محکمې یو افغان د خپلې مېرمنې د وژلو په جرم په عمر قید سزا محکوم کړی دی. د جرمني رسنیو دا خبر پرون (سې شنبې) خپور کړی دی.
د جرمني د «ټاګسشپیګل» ورځپاڼې د راپور له مخې، دې ۴۵ کلن سړي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې خپله ۳۷ کلنه مېرمن په داسې حال کې په چاقو وژلې، چې د دوی څلور ماشومان د کور دننه ویده وو. دا برید د اپارتمان په دهلېز کې شوی او ښځې د چاقو د څو ګوزارونو له امله ساه ورکړې ده.
د برلین سیمهییزې محکمې پرېکړه وکړه چې دا وژنه په ځانګړې بېرحمۍ ترسره شوې ده. د محکمې رئیس مارک سوتر...