افغانستان او پاکستان د بندو سوداګریزو لارو د پرانیستلو لپاره ګډه کمېټه جوړوي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندو لارو د پرانیستلو لپاره د هڅو په دوام، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت له فدراسیون سره یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د تګ راتګ لارو پر خلاصون خبرې کړې دي.
د دې خونې ویاند جان اغا نوید وویل، په دې ناسته کې چې په انلاین ډول ترسره شوه د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو پرېکړه هم وشوه.
"په دې ناسته کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په هدف جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو ترمنځ شپږ، شپږ کسان باید وټاکل شي او یوه کمېټه جوړه...