امېنه محمد؛ نړۍ باید د افغان ښځو پر وضعیت چوپه پاتې نشي
د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د نقض په وړاندې د غبرګونونو په دوام تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په دې هېواد کې د ښځو وضیعت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.
هغې ویلي نړۍ باید د دې موضوع په وړاندې غلې پاتې نه شي.
اغلې محمد یکشنبه د جنوري څلورمه په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې لیکلي "په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده کړو، کار، امنیت او ازاد تګ راتګ په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې او له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ نړۍ باید په دغو سرغړونو سترګې پټې نه کړي".