بنګله دېش وايي د ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام لپاره هند ته لوبډله نه لېږي
د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اووره نړیوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي.بورډ د جنورۍ پر څلورمه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د هند په غوره ليګ (ای پي اېل) کې د بنګله دېشي لوبغاړي مستفیض الرحمن قرارداد ختمېدلو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده. بورډ زیاته کړې چې داسې نه معلومېږي چې په هند کې دې یې لوبغاړي خوندي وي نو ځکه یې د کرکټ له نړيوالې شورا غوښتنه کړې چې د بنګله دېش لوبې دې په هند کې نه وي.
دا تر هغې وروسته ده چې د هند کرکټ بورډ په ای پي اېل کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې...