ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې که د وينزويلا نوي مشران همکاري ونکړي، لوړ قیمت به ادا کړي
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ګواښ کړی دی چې که د وینزويلا واکمن له واشنګټن سره همکاري ونکړي نو لوړه بیه به پرې کړي.د جنورۍ پر څلورمه، ده انټلانټېک خپرونې سره په مرکه کې ټرمپ وويل چې که د وينزويلا سرپرسته ولسمشره، ډېلسي روډرېګز هغه څه ونکړي چې سم دي، نو تر مادورو به لویو پايلو سره مخ شي.
دا له هغه وروسته ده چې امريکايي ځواکونو د جنورۍ پر درېيمه د وینزويلا پلازمېنې کاراکاز کې په عملياتو کې د هغه هېواد ولسمشر نيکولاس مادورو او د نوموړي مېرمن ونيوله او نيويارک ته یې ولېږدول. پر هغوی به د نشه يي موادو د قاچاق په تور مقدمه چلېږي.