Добавить новость

طالبانو په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په درو وهلي

د طالبانو حکومت په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې د (جنورۍ په ۵مه) خپره شوې، راغلي: "یوه ښځه په کابل کې د "نامشروع اړیکو" په تور او یو نارینه په بلخ ولایت کې د "زنا" په تور په ۳۹ درو وهل شوي دي". د طالبانو حکومت په تیرو پنځو ورځو کې په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا لس کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې له دې وړاندې ویلي چې په تیر ۲۰۲۵کال کې شپږ تنه اعدام او ۱۱۱۸نور کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهل شوي دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта