د چارسدې د نجونو سکول ښوونکې وايي، دېوالونه یې په ۳ کاله کې هم نه دي جوړ شوي
د ۲۰۲۲م کال په سېلابونو کې د چارسدې ترخې په اخون اباد سیمه کې د نجونو سکول دېوالونه نړېدلي وو خو تر اوسه لا هم نه دي رغول شوي. د سکول ښوونکې او زده کوونکي وايي چې دوی ځان خوندي نه محسوسوي. دوی غوښتنه کوي چې د سکول دېوالونه دې زر تر زره ورته جوړ کړي.