په ایران کې د مظاهرو په ترڅ کې تلفات زیات شوي او په لسګونو کسان نیول شوي
د ایران د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو د جنوري په لومړۍ نېټه راپور ورکړ چې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.
حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي.
ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دې تایید کړي، او ازادې راډیو هم ونه شول کولای چې دا راپورونه په خپلواکه توګه تایید کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان چې د ډیری څارونکو لخوا نسبتا منځلاری ګڼل کیږي د تاوتریخوالي کمولو هڅه...