د ایران د مظاهرو په ترڅ کې د اوو تنو د تلفاتو راپورونه خپاره شوي
ایراني چارواکو نن د ایران په بیلابیلو سیمو کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیولی.
د اونۍ له پیله په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله خلکو لاریونونه پيل کړې دي. د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو پرون راپور ورکړ چې د اعتراضونو پرمهال د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.
حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي.
ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي، او ازادې راډیو...