طالبانو په درې ولایتونو کې یوشمیر تورن کسان په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ یې اته تنه په رزګان، بلخ او ننګرهار کې د غلا، لواطت، شخصي حریم ته د ننوتلو، زنا او الحکولي مشروباتو د پلورلو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په وینا دغو کسانو ته د نهه دیرش درو سربیره هر یو ته تر دوو کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده.
تر دې مخکې پرون د طالبانو سترې محکمې په یوه بیان کې وویل چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د دوی د دولت له لورې شپږ تنه اعدام شوې دي او یو زر یو سل او اتلس تنه...