په کراچۍ کې د نوي کال په شپه په هوايي ډزو کې ۲۸ کسان ژوبل شوي
په کراچۍ کې د نوي کال په شپه، په هوايي ډزو کې ۲۸ کسان ژوبل شوي دي. په پاکستان کې خيريه بنسټ، ایدهي چې د پېښو په وخت وړيا خدمات وړاندې کوي، وايي چې په زخميانو کې اکثره ځوانان دي. هغې ادااې د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې بېګا په کراچۍ کې د نوي کال د لمانځلو په وخت خلکو هوايي ډزې کړې وې چې له وجې یې هغه کسان زخميان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دیسمبر پر ۳۱مه، د سيند پوليسو د يوې اعلاميې له لارې پر خلکو غږ وکړ چې له هوايي ډزو ډډه وکړي. په اعلاميه کې راغلي وو چې د خوشالۍ ورځ په غم مه بدلوئ.