زوهران ممداني د نيويارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه دنده پيل کړه
زوهران ممداني د امريکې د نیویارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه لوړه وکړه.زوهران ممداني د جنورۍ په لومړۍ نېټه سهار وختي د نیویارک د ښاروال په توګه د څلورو کلونو لپاره لوړه وکړه. د ډيموکراټ ګوند ۳۴ کلن ممداني له نیمې شپې وروسته د ښاروالۍ د تالار لاندې د ميټرو په یو شاړ سټېشن کې په داسې حال کې پر قران د لاس په اېښودو لوړه وکړه چې مېرمن یې څنګ ته ولاړه وه. هغه د نيويارک ۱۱۲م ښاروال دی.
زوهران ممداني لومړی مسلمان او لومړی هندی نژاده امريکايي شو چې د نيو يارک ښاروال شو. د هغه مور د هندي فلمونو مشهوره هدايتکاره،...