Добавить новость

د ترکیې په ۲۵ ولایتونو کې د داعش ۱۲۵ مشکوک غړي نیول شوي

په ترکیه کې په اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې د تړلو کسانو پر ضد د ځانګړو عملیاتو په دوام کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د لسګونو نورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰) په اېکسپاڼه (پخوانی ټوېټر) کې ولیکل چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو ۱۲۵ نور کسان د «داعش د غړیتوب په تور» نیولي دي. د فرانسې خبري اژانس د اټکل له مخې، په دې توګه یوازې په تېره یوه اوونۍ کې په ترکیه کې د داعش د غړیتوب په شک د نیول شویو کسانو شمېر نژدې ۶۰۰ تنو ته رسېږي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта