د سویس د همکارۍ سازمان استازي له طالب چارواکو سره د بندیانو د حقونو په اړه خبرې وکړې
په افغانستان کې د سویس د همکارۍ سازمان استازي، د طالبانو د محبسونو د چارو ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو له مرستیال سره په کتنه کې د بندیانو د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د رعایت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
یادې ادارې پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محابسو د پالیسۍ مرستیال ادعا کړې چې زندانونه په «اصلاحي او تعلیمي» مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته د دیني، عصري او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
په همدې حال کې، د طالبانو د محبسونو اداره وايي چې د سویس د همکارۍ سازمان...