Добавить новость

د واورو د اورېدو له کبله د هرات- تورغونډۍ لاره بنده شوه

د هرات–تورغونډۍ لویه لاره پرون (چهارشنبې) د واورې اورېدو او د سړک د ښویېدو له امله د باروړونکو او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده. تورغونډۍ له ترکمنستان سره د افغانستان د راکړې ورکړې مهم سرحدي بندر دی. په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه ويلي چې د دې لویې لارې په بقرچر سیمه کې سړک ښویېدلی دی. طالبانو زياته کړې چې يوازې چټک مسافروړونکي موټر کولی شي د چاینونو په کارولو سره په دې لارې تګ راتګ وکړي. په خپره شوې خبرپاڼه کې د باروړونکو او درنو موټرو له چلوونکو غوښتنه شوې چې تر بلې خبریتا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта