نادرا: د ګوتو د نښو سربېره به اوس سترګې او مخ هم د شناخت لپاره کارېدلی شي
د پاکستان وفاقي حکومت د دې هېواد د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په قوانينو کې بدلون کړی دی.نادرا د دیسمبر په ۳۱مه پر خپل ويب پاڼه ليکلي چې د بایومیټریک تعریف یې پراخ کړی چې له مخې يې د ګوتو د نښو سربیره، د مخ او سترګو سکین کول هم په قانوني توګه د منلو وړ بایومیټریک شناخت په توګه پیژندل شوي دي. د نادرا په وینا، دا سیسټم اوس مهال د دوی په رجسټریشن مرکزونو کې شتون لري.
د نادرا په وينا دا سیسټم به د جنورۍ له شلمې به عملي شي. د دې پروسې لاندې، که چیرې د يو تن په خدماتو...