پاکستان وايي د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو د لېږدولو اجازه ورکوي
د پاکستان کسټم چارواکي وايي چې د دیسمبر پر ۳۱مه یې د خوراک نړیوالې ادارې ۹ ګاډي تورخم ته وررسیدلي دي او د افغان لوري د اجازتنماې انتظار کوي. د خيبر ضلعې په تورخم کې د کسټم (ګمرک) یوه چارواکي صدیق اکبر د دیسمبر په ۳۱مه مشال ریډیو ته وویل چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) لخوا ورته ويل شوي چې تر څو له کابله اجازت نامه نه وي ورغلي نو تر هغو دې دا ګاډي افغانستان ته نه پرېږدي. ډبليو اېف پي په دې اړه څه نه دي ويلي.
اکبر وايي چې په خوراکي توکو بار دا ګاډي دامهال په تورخم...