اوچا؛ افغانستان د ۲۰۲۶کال لوی بشري ناورین دی
په افغانستان کې یو شمېر ښځې وایي، د طالبانو حکومت له لوري پرې لګول شويو محدودیتونو او بشري ناورینونو یې ژوند ډېر سخت کړی دی.
د هرات ولایت یوې اوسېدونکې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د طالبانو محدودیتونو د معیشت د برابرولو لپاره د دوی ورځنۍ هڅې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.
"پخوا مو د سینګار سالون درلود، هغه یې وتاړه. وروسته مو د زعفرانو کاروبار پیل کړ، هغه یې هم بند کړ او ویې ویل چې د ښځو او سړو ترمنځ راکړه ورکړه ده او اجازه نه لرئ....