د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمه، خالده ضيا مړه شوه
د بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمه، خالده ضيا تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۰ کلونو په عمر مړه شوه.د هغې ګوند، بنګله دېش نېشنل پارټۍ د دیسمبر پر ۳۰مه پر اېکس خپاره کړي يو بیان کې وويل چې خالده ضيا د سهار پر شپږو بجو وفات شوه. د بنګله دېش حکومت د هغې په مرګ درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
خالده ضيا په ۱۹۴۵ کې زيږيدلې وه او درې ځلې د بنګله دېش وزیراعظمه پاتې شوې وه. هغې دا دنده له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې او بیا له ۱۹۹۶ کال کې څو هفتې، او په درېيم ځل له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې سرته رسولې وه.
په ۱۹۷۱ کال کې...