په ۲۰۲۵ کال کې "په پاکستان کې د وسله والو بریدونه ۱۷ فېصده زیات شوي" وو
په پاکستان کې د شخړو او امنیت څېړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۵م کال کې په دې ملک کې د وسلوالو په بریدونه کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.یادې غیرسرکاري ادارې د دیسمبر پر ۲۹مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې په تېر یو کال کې په ترسره شویو بریدونو کې په اوښتې مرګ ژوبله کې د تېر کال پرتله ۷۳ فیصده اضافه شوې ده. رپورټ لیکي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې، ټولې شوې شمېرې ښيي چې ۲۰۲۵ کال تر ټولو ډير خونړی وو.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې وسله والو ۱۰۶۲ حملې کړې دي چې د ۲۰۲۴ کال د ۹۰۸ بریدونو په نسبت ۱۷ فېصده اضافه ښيي. د...