د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان او ایران پر پوله د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي چارې لا هم ځنډېدلي دي
داسې مهال چې له ایرانه د هرات د اسلام قعله بندر له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای، او ایم ) وايي هلته د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي چارې لا هم ځنډېدلي دي.
دغه سازمان په یو راپور کې چې دوشنبه د ډیسمبر په ۲۹ مه خپور شوی ویلي چې اوس مهال په اسلام قعله کې د افغانستان او ایران پر پوله د راستنېدونکو لپاره یوازې د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو، اوبو، او حفظ الصحې محدود خدمتونه وړاندې کیږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي که څه هم د هرات له چارواکو سره په دې...