د افغانستان په شمال کې د کوکنارو بدیل کښت؛ د بزګرانو تاوان او اقتصادي فشار
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د افغانستان په شمال کې د بزګرانو ۸۵ سلنه کورنۍ د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته نه دي توانېدلي چې له دې درکه له لاسه وتلی عاید بیرته جبران کړي.
دې ادارې تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي چې دا وضعیت پر بزګرانو سخت اقتصادي فشار او د معیشت ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.