د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان: ایران په یوه کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي
د هه نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې په هغه هېواد کې یوازې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل راهیسې ۸۵ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.
دغه سازمان پر خپله وېب پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې په تازه پېښه کې د یکشنبې په ورځ «د ډسمبر ۲۸مه» د بسم الله تاجک په نوم یو افغان د ایران د بندر عباس په مرکزي زندان کې اعدام شو.
که څه هم په دې بیان کې چې د یکشنبې په ورځ «د ډسمبر په ۲۸مه» خپور شوی راغلي چې بسمالله تاجک د قصدي وژنې په تور نیول شوی او وروسته د ایران د قضايي نظام له لوري د اعدام...