Добавить новость

هنګاو: سږکال ایران ۸۵ افغانان اعدام کړي دي

د هنګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان وایي چې ایران د ۲۰۲۵ کال له پيله ۸۵ افغانان اعدام کړي دي. دغه سازمان پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې تر ټولو تازه پیښه کې پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) د بسم الله تاجک په نوم یو افغان د ایران د بندر عباس په مرکزي زندان کې اعدام شو. هنګاو لیکلي چې د اعدام شویو افغانانو تورونه تر ډیره د نشه یي موادو قاچاق او یا هم عمدي قتلونه وو. تېر ۲۰۲۴ کال کې بیا په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه و. د بشري حقونو سازمانونه تل له ایرانه غواړي چې خپل قضایي نظام اصلاح او د اعدام سزواې پای ته ورسوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта