امیر خان متقي او زلمي خلیلزاد په کابل کې ملاقات کړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد په کابل کې د طالبانو د حکومت بهرنيوو چارو له وزير سره ملاقات کړی دی.د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دیسمبر پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د بهرنيوو چارو وزیر امير خان متقي او خلیلزاد د امريکې او افغانستان په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې د متقي له خولې ويل شوي: "د امريکې او افغانستان ترمنځ تعامل (جوړجاړی) په عملي ډول نوي پړاو ته داخل شوی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختيا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلی شي".