زیلنسکي نن ټرمپ سره د سولې په اړه مهمه غونډه کوي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په داسې یوې غونډه کې خبرې کوي چې کېدای شي ددغه هیواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمه غونډه وي.
بلخوا ، روسیې په کیف او نورو اوکرایني ښارونو باندې خپلو مرګونو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
سپینې ماڼۍ د نننیو خبرو په هکله څه نه دي ویلي خو په خپل ورځني مهالویش کې یې ټاکلي چې په اوکراین کې د سولې لپاره دغه غونډه به د فلوریدا په پالم بیچ کې له غرمې وروسته په یوه بجه وشي. مخکې ویل شوي وو چې غونډه به له غرمې وروسته په دریو بجو وشي...