د سوریې د حمص په امام علي جومات کې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۱۸ نور یې ژوبل کړي
د سوریې روغتیايي چارواکي وايي، د جمعې په ورځ د حمص په امام علي جومات کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
دا د سوریې د اوږدې مودې واکمن بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته پر یوه جومات د برید لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا په حواله، د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي چې په چاودنه کې اتلس نور کسان ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت دا "ترهګریز بمي برید" وباله او ویې ویل چې د عاملینو د تعقیب لپاره یې پلټنې پیل شوې دي.
یوې اسلامپالې وسله والې ډلې د جمعې په ورځ د سوریې د حمص په دې...