Добавить новость

پاپ لېو کریسمس د هیلو جشن وباله او د نړیوالې سولې غوښتنه یې وکړه

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو د کریسمس یا حضرت عیسی د زېږېدو د کلیزې په مراسمو کې د نړیوالې مهربانۍ او سولې غوښتنه وکړه. هغه پرون چهارشنبه ماښام په روم کې د کریسمس مراسمو ته خپله لومړنۍ وینا کې وویل، "کریسمس د هیلو جشن دی او مونږ د سولې په پیغام راوړونکو بدلوي." له شدید ورښت سره سره زرګونه کسان د سنټ پېټر په میدان کې راټول شوي وو او د پاپ وینا یې د سړک پر سر لګول شویو بوردونو باندې له نژدې کتله. د کریسمس مراسم په ټوله اروپا، امریکا او د نړۍ په نورو عیسوي مذهبه ټولنو کې له پرون غرمې راهیسې پيل او د جمعې تر ماښامه دوام کوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта