د پېښور پوهنتون زدکوونکو د خپلو ۲ ورکو ملګرو موندلو لپاره پرلت وهلی دی
د پېښور پوهنتون زدکوونکو د خپلو دوو بې درکه ملګرو د موندلو لپاره له یوې اونۍ راهیسې پرلت وهلی دی. دوی وايي، د محمد عدنان وزیر او خبیب وزیر تر پیدا کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي. هغه زدکوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعالان هم دي چې د غورځنګ د مرکزي کمېټۍ له دوو غړو حنیف پشتین او نور الله ترین او درې نورو فعالانو سره یوځای د نومبر پر ۱۲مه په پېښور کې د خيبر پښتونخوا حکومت په کوربه توب له "امن جرګې" څخه تر وتلو وروسته ځینو کسانو ونیول او له هغه وخت راهیسې یې درک نه لګي. د پي ټي اېم مشر منظور...